اوکراینی پوځ وايي زپورېژیا کې خپل ځوابي عملیات چټکوي

اوکرایني سرتېري په زپورېژیا کې په یوه مورچه کې ناست دي - د جولای ۱۷مې انځور.

پوځي چارواکي وايي، اوکرایني ځواکونه په داسې حال کې په یوشمېر سیمو کې په سختو جګړو بوخت دي چې کییف د هېواد په جنوب کې په زپورېژیا کې د یوشمېر میاشتو تر ورو پرمختګ وروسته خپل ځوابي عملیات چټکوي.

د اوکرایني پوځ مشر د جولای پر ۲۸مه سهار خبر ورکړ چې ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۳۰ زیات مخامخ جګړې کړې دي او پر مهال یې د ختیزې سیمې دونېڅک په لېمان کې د روسیو ځواکونو د پرمختګ د هڅو مخه نیولې ده.

روسیې له تېرو یوشمېر اوونیو راهیسې په لېمان کې اضافي سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

اوکراینی پوځ وايي، د دونېڅک په بخموت او افدیېفکا کې یې د روسیې نور بریدونه په شا تمبولي دي او د زپورېژیا په مېلېتوپول او بېردیانسک کې یې خپلو ځوابي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

تر دې مخکې د جولای پر ۲۷مه ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي په دونېڅک کې د ستارومایورسکي په نوم د یو کلي د بیا نیولو اعلان وکړ.

اخوا پر سفارتي کچ جاپان د جولای پر ۲۸مه پر روسیې د بندیزونو پراخولو اعلان وکړ او و یې ویل چې د نورو شیانو ترڅنګ ورته د برېښنايي موټرو پر صادراتو (برامداتو) هم بندیز لګوي.