ایران کې د طاقچه په نوم د کتابونو یو پلورنځي پرضد مقدمه دایره شوې ده

د طاقچه کتاب پلورنځي د یوشمېر کارکوونکو دا انځور پر ټولنیزو شبکو خپور شوی دی.

ایرانۍ رسنۍ وايي، د "طاقچه" په نوم د کتابونو انلاین پلورنځي پرضد پر دې تور مقدمه دایره کړې چې ښځینه کارکوونکې یې د اجباري حجاب د قانون په مراعتولو کې پاتې راغلې دي.

رسنیو دا خبر د جولای پر ۲۷مه پر داسې مهال ورکړی دی چې د ایران حکومت د حجاب او لباس په اړه د قوانینو عملي کولو ته دوام ورکړی دی.

د تازه قضیې اعلان تر هغې یوشمېر ساعتونه وروسته شوی دی چې د ایران د فرهنګي او اسلامي لارښوونو وزیر محمد مهدي اسماعیلي خبرداری ورکړ چې که د طاقچه په څېر نور نوي شرکتونه د حجاب په اړه لازم قانون مراعت نه کړي نو پرضد به یې پرېکنده اقدام وکړي.

پر ټولنیزو شبکو چې د طاقچه د ښځینه وو کارکوونکو د حجاب نه کولو انځورونه خپاره شول نو د ایرانۍ ټولنې ځینې برخو غصه یې وپاروله.

فارس خبري اژانس چې د ایران له انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) سره تړلی دی، د هغه شرکت پرضد کیمپېن پیل کړی دی.