د پاکستان پوځ وايي، په خیبر او سویلي وزیرستان کې یې درې وسله وال وژلي دي

د ارشیف انځور

د پاکستان پوځ په خیبر او سویلي وزیرستان کې د درو ترهګرو د وژلو ادعا کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې ای اېس پي ار پرون (د جولايي په ۲۸مه) په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د جولای په ۲۷مه د خیبر په باغ سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر مینځ د ډزو تبادله شوې چې پکې یو وسله وال وژل شوی او بیا د جولای په ۲۸مه د سویلي وزیرستان په ګومل زام سیمه کې په پوځي کارروایۍ کې دوه وسله وال وژل شوي دي.

وسله والو ډلو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د جولای په ۲۵مه، د خیبر په علي مسجد سیمه کې ځانمرګی برید ترسره شوی وو. په هغه برید کې د پولیسو یو افسر عدنان اپریدی وژل شوی وو.

ځايي انتظامي چارواکو مشال راډيو ته ويلي وو چې د جولای پر ۲۵مه يو ځانمرګي بریدګر هغه وخت په ځان پورې تړلي چاودونکي مواد وچوول چې پولیسو یې د نيولو هڅه کوله.

په خیبر پښتونخوا کې د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) وياند بلال فېضي د جولای پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې په دغه حمله کې جماعت هم په مکمله توګه ړنګ شوی دی.

د پولیسو په خبره بل ځانمرګی بریدګر یې هدف ته تر رسېدو د مخه نيولی دی.