امریکا له تایوان سره ۳۴۵مېلیونه ډالره پوځي مرسته کوي

امریکا وایي، د پوځي مرستې موخه د چین د یرغل پر وړاندې د  تایوان صلاحیت زیاتول دي ـ پخوانی انځور.

امريکا د جولای په ۲۸مه د تايوان لپاره د ۳۴۵ مېليونو ډالرو پوځي مرسته اعلان کړې.

د مرستې موخه د چین د یرغل پر وړاندې د تایوان صلاحیت زیاتول دي.

یوه چارواکي ویلي په هغو مرستو کې د استخباراتو، څارنې او وړې وسلې شامل دي. دا مرستې امریکا له خپلو ذخیرو ورکوي چې ژر به تایوان ته وروسپارل شي.

د امریکا کانګرس، ولسمشر جو بایډن ته واک ورکړی چې د امریکا له پوځي ذخیرو د تایوان لپاره مرسته ځانګړې کړي. هم په ورته ډول واشنګټن له ۲۰۲۲ز کال راهیسې پر اوکراین د روسیې د برید وروسته کییف ته هم مرستې ورکړې دي.

چین د امریکا د پوځي مرستو د اعلان په اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې تایوان ته د امریکايي کانګرېس د سپیکرې نېنسي پلوسي تر تګ وروسته د واشنګټن او بیجینګ اړیکې ترینګلې شوې وې.

تایوان یوه خپلواکه او جمهوري جزیره ده خو چین یې خپله خاوره بولي.