د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه کلا سېف الله کې اوسنیو بارانونو کورنو او کښتونو ته زیان اړولی.
د جولای پر ۲۷مه دیادې سیمې اخترزۍ مندو کلي، الله دادزۍ، ګوال حیدرزۍ او خسنبوب سیمو کې کورونو ته اوبه ننوتلي او د ټماټرو او ګوپیانو کښتونه یې خراب کړي دي.
د اخترزۍ کلي یو اوسېدونکي مشال راډیو ته په استولي پېغام کې وویل: "د جولای پر ۲۷مه کلي ته تلم، دومره زیاتې اوبه راغلي وې چې لاري یې وړي وې او شپه مې پر لارې تېره کړه. سهار چې کلي ته ورسېدم نو په ډېرو کورونو اوبه ننوتلې وې چې د کورنیو ټولو نارینوو، ښځینوو او ماشومانو له کوره بهر تر شنه اسمان لاندې شپه تېره کړې."
د هغه په خبره چې د دې اورښت سره کښتونو ته زیان اوښتی او د کښتونو لپاره چې کوم کوهیان ( برمې) وهل شوي ول، هغوی ته اوبه ورغلي او ناکاره شوي دي.
د کلاسېف الله مرستیال کمیشنر لیاقت کاکړ د جولای پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې یو وار له اختر نه مخکې یو ماشوم اوبو وړی وو چې هغه د طبعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي ایم اې) په مرسته ووایستل شو.
نوموړی وايي، که څه هم د جولای د ۲۷مې نېټې وروښتونو مرګژوبله نه درلودله خو شاخوا ۱۵ کورونه یې زیانمن کړي دي. هغه مشال رېډیو ته وویل چې اغېزمونو کورنیو ته یې د پي ډي ایم اې په مرسته خېمې ورکړې دي.
هغه زیاته کړه چې ضلعي انتظامیې خپل تیاری نیولی چې د اورښتونو له کبله چې کوم زیان رسي د هغه مخنیوی وکړي.
د جولای پر ۲۸مه، د پشین په یو شمېر سیمو کې اورښتونه شوي. د یادې سیمې یوه کرونده ګر محمد اکرم اڅکزي مشال رېډیو ته وویل چې دغه اورښت یې د انګور دانې چاودي کوي چې زیان به ورته ورسوي.
د پشین د کرهڼې د ادارې یوه غړي منظوراحمد د جولای پر ۲۹ مه مشال رېډیو ته وویل چې ددغو اورښتونو له کبله د انګورو، خټکیو او ټماټرو هغو کښتونو ته زیان رسي چې له کښته د اورښت د اوبو وتلو لار نه وي.
دا هم وګورئ:
ملاکنډ کې د بارانونو او سېلابونو له کبله یوشمېر سړکونه او پلونه وران شوي ديپه پاکستان کې بارانونو ۳۰ کسان وژلي ديپه خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې سېلابونو ۱۵ کسان وژلي ديپه افغانستان کې د سېلابونو پر مهال د وژل شویو شمېر ۳۱ ته رسېدلیپه شانګله کې د مځکې ښوېدو وژلي اته ماشومان خاورو ته وسپارل شود هغه په خبره چې دلته د انګورو ډېری باغونونه پر پخوانۍ طریقه جوړ دي چې د اورښت یا باران اوبه چې د انګورو په دانو پرېووځي نو هغه له انګورو څخه نه لویږي چې بیا انګور خرابوي.
نوموړي مشال راډیو ته وویل چې د پخوا پرتله په پشین کې سږ کال د وسي اورښتونه لیږ شوي خو هغو باغونو او کښتونو ته به زیان ورسوي چې د اورښت اوبه یې له باغونو او کښتونو څخه نه ووځي.
د طبعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي ایم اې) ویاند مقبول جعفر د جولای پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې له د جون له ۱۹مې تر ۲۹مې د شویو بارانونو له وجې په بلوچستان کې لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه،۱۳ ژوبل او ۲۲۳ کورنو ته لږ یا ډېر تاوان رسېدلی.
بلخوا په پاکستان کې د طبعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (این ډي ایم اې) د جولای پر ۲۷ مه په خپل بیان کې ویلي چې تر ۳۰م جولایۍ پورې به د هیواد په ګڼو سیمو کې د بادونو او اورښتونو لړۍ روانه وي.