امريکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال خبر ورکړی چې سعودي عرب به د اګست په پیل کې د لویدیځو هېوادونو، اوکراین، هند او برازیل په ګډون د مهمو پرمختللو هېوادونو ترمینځ د اوکراین په اړه د خبرو اترو کوربه وي.
د یادې ورځپاڼې له خوا د جولايي پر ۲۹مه د شریکو سفارتکارانو په حواله ويل شوي چې هغه غونډه به د اګست پر پینځمه او شپږمه نېټه په جده کې کېږي.
ورځپاڼه لیکي چې په دې کې به له ۳۰ څخه د زياتو هېوادونو لوړپوري چارواکي ګډون کوي.
اوکراین او لویدیځ چارواکي هیله لري چې دا خبرې چې روسیه پکې ګډون نه لري، ښايي د سولې د شرایطو لپاره د اوکراین په ګټه د نړیوال ملاتړ لامل وګرځي.
خو کرېملېن چې له خپل ځان سره د اوکراین د شپږمې برخې خاورې د تړلو دعوه کوي، ويلي دي چې له کییف سره د سولې خبرې په هغه صورت کې امکان لري چې هغه هېواد نوي واقعیتونه ومني.