جرګې د لطیف اپرېدي او د افتاب اپرېدي کورنیو ترمینځ روغه کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پېښور کې یوې جرګې د پخواني نومیالي وکیل او پښتون ملتپاله سیاستوال عبداللطیف اپرېدي او د پخواني قاضي افتاب اپرېدي د کورنیو ترمینځ روغه کړې ده. دواړو کورنیو له اته کلونو راهیسې دښمني لرله چې پر مهال یې د لطیف اپرېدي او افتاب اپرېدي په ګډون د دواړو خواوو اووه تنه ووژل شول. د جولای ۳۰مې جرګې ته یوشمېر سیاستوالان او ګڼ خلک ورغلي ول. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.