مترقي سیاستوال او شاعر شمس بونېری خاورو ته وسپارل شو

د اګست پر دویمه د بونېري جنازې ته ګڼ سیاستوالان او لیکوالان ورغلي ول.

د خیبر پښتونخوا په بونېر کې د پښتو ژبې د نامتو شاعر، ليکوال او سياستوال شمس بونېري جنازه شوې چې ورته ګڼ سیاستوالان، ادیبان، فعالان او د سیمې اوسېدونکي ورغلي ول.

په بونېر کې د عوامي نیشنل ګوند د ټولنیزو رسنیو چلوونکي نظر بونېري مشال راډیو ته وویل هغه د اګست پر دویمه د بونېر د غازیخانه کلي په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

شمس بونېری د اګست پر لومړۍ نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله سا ورکړه.

هغه د عوامي نیشنل ګوند غړی وو او له ځوانۍ راهیسې یې سیاست کاوه. هغه قانون پوه هم وو.

شمس بونېری د "پښتون زلمي" ډلې مشر پاتې شوی وو. هغه د خپل ملتپاله سیاسي نظریاتو او فعالیتونو له کبله لومړی د پوځي واکمن ایوب خان او تر هغې وروسته د نورو پوځي مشرانو په واکمنیو کې هم زندني شوی وو.

نوموړي څه موده وړاندې امريکا غږ ته ويلي ول چې په ۱۹۷۰مه لسيزه کې يې اووه کاله په افغانستان کې د جلاوطنۍ ژوند کړی، او وروسته په پاکستان کې د خپل سياسي فعاليت له کبله شاوخوا ۱۴ کاله زنداني وو.

۷۷ کلن شمس بونېري په خپل ژوند کې درې شعري ټولګې او درې نثري کتابونه چاپ کړي ول.