امریکا: روسیه باید د تور سمندرګي له لارې د اوکراین غلې د لېږد په اړه خبرو ته چمتو شي

اوکراین د جولای تر ۱۸مې پورې د تور سمندرګي له لارې خپله غله نورو هېوادونو ته لېږدوله ـ پخوانی انځور.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې ويلي، واشنګټن ته ویل شوي چې روسیه چمتو ده چې د هغې معاملې په اړه خبرو اترو ته ورستنه شي چې د تور سمندرګي له لارې په خوندي توګه د اوکراين د غلې صادرولو اجازه ورکړي، خو په وينا یې، "موږ تر اوسه په دې اړه هېڅ شواهد نه دي لیدلي."

لېنډا تامس ګرينفيلډ د اګست پر لومړۍ نېټه وویل، که روسیه خپلې کيمياوي سرې نړیوالو بازارونو ته رسول او د کرنې چارې اسانه کول غواړي، نو "باید دې معاملې ته ستنه شي."

هغې زیاته کړه چې امريکا "داسې نښې لیدلي چې [مسکو] ممکن خبرو اترو ته د ستنېدو لېوالتیا ولري" مګر په دې اړه یې نور جزییات یې ور نه کړل.

د تور سمندرګي د بندرونو له لارې د اوکراینۍ غلې د خوندي لېږد هوکړه په ۲۰۲۲ز کال کې د ترکیې او ملګرو ملتونو په مینځګړتوب شوې وه، چې د روان کال په مې کې د دوو نورو مياشتو لپاره وغځول شوه.

تر دې وړاندې روسیې د خپلې کیمیاوي سرې د صادرولو پر وړاندې د خنډونو په غبرګون کې له موافقې څخه د وتلو ګواښ کړی وو.

کرېملېن د جولای پر ۱۸مه د موافقې د دوو میاشتو له پوره کېدو سره سم ورڅخه ووت.