د سوات پولیسو یو کس د خپلې خور د وژنې په تور نیولی دی

پولیس وایي له مشکوک کسه یې تفنګچه هم ترلاسه کړې ده ـ پخوانی انځور.

د سوات پولیس وايي، هغه تن یې نیولی دی چې په مبینه ډول یې خپله خور د ناموس په نوم وژلې ده.

د مینګورې تاڼېدار مجیب عالم د اګست پر دویمه مشال راډيو ته وویل چې د سې شنبې (نهې) پر ورځ یې خبر ترلاسه کړ چې په لنډي کڅ سیمه کې د پلار په کور ناستې یوې طلاق شوې ښځې ځان وژلی دی.

پولیس وايي، تر پلټنو وروسته یې معلومه کړه چې هغې ځانوژنه نه وه کړې بلکې وژل شوې وه.

مجیب عالم وویل د ښځې ورور عبدالله یې له تفنګچې (تمانچې) سره نیولی دی.

د پولیسو په خبره، هغه په خپل لومړي بیان کې منلې چې خور یې ځکه ووژله چې خلکو یې د طلاقېدو پر سره ورته پېغور ورکاوه. په اکثرو پښتنو سیمو کې طلاق ته په ښه سترګه نه کتل کېږي.

پولیس وایي، پر عبدالله یې د ناموسي وژنې مقدمه کښلې او پلټنې یې پیل کړې دي.

په سوات کې وخت په وخت ناموسي وژنې کېږي. د جولای پر ۲۱مه د شپې مهال په مټه کې یو سړی او ښځه د ناموس په نامه ووژل شول.

په سوات کې د دي اوېکننګ (بیدارۍ) په نوم د بشري حقونو یوې ناحکومتي ادارې یو مشر شمشېر علي خان وايي، د ۲۰۲۳ز کال له پیل راهیسې په سوات کې د ناموسي وژنو په پېښو کې تر۲۰ زیاتې ښځې او سړي وژل شوي دي.