اوکراین وايي روسیو ځواکونو د غلې پر ګودام برید کړی دی

د اګست دویمې په برید کې د لوی ګودام یوه برخه ورانه شوې ده.

اوکرایني چارواکي وايي، روسیې د دانیوب سیند ته نېږدې د هغه هېواد پر سوېلي بندرونو په برید کې لسګونه زره ټنه غله زیانمنه کړې ده.

د اوکراین د بېخبنا یا انفراسټرکچر چارو وزیر اولېکساندر کوبراکوف پر ټولنیزو شبکو په بیان کې ویلي دي چې روسیو ځواکونو د اګست پر دویمه شپې مهال پر "ګودامونو برید وک او شاوخوا ۴۰،۰۰۰ ټنه غله یې زیانمنه کړه."

نوموړی وايي، ټاکل شوې وه چې هغه غله یوشمېر افریقايي هېوادونو، چین او اسراییلو ته ولېږدول شي.

کوبراکوف زیاتوي چې روسیې د حملې لپاره ایراني ساخت بې پیلوټه الوتکې کارولې دي.

روسیې تر هغې وروسته د اوکراین پر مهم بندري ښار اودېسا بمبارۍ او ډرون حملې زیاتې کړي چې کرېملېن تېره میاشت د ترکیې او ملګرو ملتونو په مینځګړتوب د هغې موافقې له غځولو انکار وکړ چې له مخې یې کییف د تور سمندرګي له لارې بهرنیو هېوادونو ته د غلې او نورو شیانو د لېږد اجازه لرله.

له هغه وخت راهیسې اوس د ناټو د غړي هېواد رومانیا له لارې د دانیوب سیند پر غاړه بندرونه د اوکراینۍ غلې د لېږد لپاره کارېږي.

په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د اګست پر دویمه له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتين سره خبرې کړې دي.

د اردغان دفتر په بیان کې وايي چې نوموړي له پوتین سره په خبرو کې د هغو اقداماتو د مخنیوي پر ارزښت ټینګار وکړ چې د تور سمندرګي له لارې د غلو دانو د لېږد بهیر له خطر سره مخامخولای شي.

اخوا کرېملېن ویلي دي چې پوتین د غلې د لېږد په موافقه کې د ورشاملېدو لپاره د روسیې شرطونه تکرار کړي دي.

مسکو غواړي چې د خپلو خوړو او کیمیاوي سرې د برامدولو (صادرولو) لپاره شرایط ښه شي.