د څارنوال دفتر: اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې تر ۱۰،۵۰۰ زیات ملکیان وژل شوي دي

چارواکي وايي په ماریوپول ښار کې ښايي خورا زیات ولسي وګړي وژل شوي وي - پخوانی انځور.

د اوکراین د عمومي څارنوال دفتر ویلي دي چې د تېر کال په فبرورۍ کې پر هغه هېواد د روسیې له بشپړ یرغل راهیسې د ۴۹۹ ماشومانو په ګډون ټول ۱۰،۷۴۹ ولسي وګړي وژل شوي دي.

دفتر د اګست پر درېیمه په بیان کې وویل چې د جګړې او بریدونو پر مهال د ۱،۹۰۰ ماشومانو په ګډون ۱۵،۵۹۹ ولسي وګړي ژوبل شوي هم دي.

د څارنوال د دفتر یوه چارواکي یوریې بېلوسوف د اوکراین انټرفیکس خبري اژانس ته ویلي دي چې کله "خپلې سیمې" د روسیې له "ولکې خلاصې کړي نو دا شمېرې ښايي خورا زیاتې او ان لسګونه چنده لوړې شي."

نوموړي زیاته کړه چې دی "فکر کوي چې یوازې په ماریوپول کې به لسګونه زره کسان وژل شوي وي."

د اوکراین په ماریوپول سیمه کې تېر کال درنې نښتې وشوې او د هغه ښار زیاتره برخې ړنګې شوې.