د افغانستان د تایکواندو ملي لوبغاړو په جنوبي کوریا کې د ازادو نړیوالو سیالیو پر لومړۍ ورځ د سپینو زرو دوه او د ژیړو څلور مېډالونه ګټلي دي.
په هغو سیالیو کې، چې د اګست پر درېیمه پیل شوې، د ۳۰ هېوادونو ۲۲۰ لوبغاړي ګډون کوي چې پکې له افغانستانه اته لوبغاړي برخه اخلي.
محسن رضايي او اشرف شکران د پنجشنبې د ورځې په سیالیو کې د سپینو زرو مېډالونه وګټل.
حکمت الله زین، رامین امیني، رامش حسیني او علي اکبر امیري د افغانستان لپاره د ژیړو مېډالونه ترلاسه کړل.