پښتون ژغورنې غورځنګ په پښین کې جلسه کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د اګست پر څلورمه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې جلسې ته په وینا کې تور پورې کړی چې پاکستان ریاست د پښتنو وسایل لوټلي دي. هغه دا هم وویل چې د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د سپریم کورټ مخې ته جلسه کوي. حکومت مخکې په وار وار د پي ټي ایم او نورو ملتپالو داسې تورونه رد کړي دي. خو حکومت تر اوسه دا نه دي ویلي‌ چې دوی ته د سپریم کورټ مخې ته د جلسې اجازه ورکوي‌ او که نه؟ په دې اړه د صمد شبنم ویډیويي رپورټ وګورئ‌