پاکستان کې د عمران خان د نيولو پرضد "وړې" احتجاجي مظاهرې شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اګست پر پينځمه د پاکستان د پخواني وزيراعظم او تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان د ګرفتارۍ پر ضد د خيبر پښتونخوا په ځينو ضلعو کې وړې وړې احتجاجي مظاهرې شوې دي. په پېښور کې هم د تحريک انصاف ځينې پلويان احتجاج ته وتلي ول چې پوليسو يې ځينې ګرفتاره کړل.