ملا یعقوب پر طالبانو غږ کړی چې نورو هېوادونو ته دې د جګړو لپاره نه ځي

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب یوې غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب وايي، افغان طالبان باید په نورو هېوادونو کې جګړې ته ولاړ نه شي.

نوموړي د اګست پر پينځمه په کابل کې په يوه غونډه کې وويل چې هر څوک "له افغانستانه بهر ملک ته د جهاد په نيت ځي، هغه جهاد نه ګڼل کېږي."

نوموړي زیاته کړه چې "طالبان دې د جګړې کولو شخصي خواهش له کبله د طالبانو حکومت ته زیان نه رسوي او چيلېنجونه دې نه ورته پيدا کوي."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د پاکستان چارواکو تور پورې کړی چې له افغانستانه، وسلوال ورځي او هلته حملې کوي.

اسلام اباد د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی چې د تحريک طالبان پاکستان په خوندي ځایونو یې سترګې پټې کړي دي خو د طالبانو بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي ويلي چې افغان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.