پاکستان وايي چې د ۵۰ اووره کرکټ نړیوال جام سیالیو لپاره خپله ملي لوبډله هند ته استوي.
د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر شپږمه په بیان کې ویلي دي چې پاکستان "مسلسل دا دریځ لرلی چې لوبې باید له سیاست سره ګډې نه شي" نو ځکه یې فیصله کړې ده چې د ۲۰۲۳ز کال د یو ورځني کرکټ نړیوال جام سیالیو لپاره خپله لوبډله هند ته واستوي.
په بیان کې راغلي دي چې له هند سره د پاکستان د دوه اړخیزه تعلقاتو وضعیت یې باید "د سپورټ اړوندو نړیوالو ذمه واریو ترسره کولو مخې ته خنډ نه شي."
بیان البته زیاتوي چې پاکستان د خپلې کرکټ لوبډلې امنیت په اړه "سختې اندېښنې" لري چې د کرکټ له نړیوالې شورا او هندیو چارواکو سره یې شریکوي او هیله لري چې هند ته د سفر پر مهال به د پاکستان د کرکټ لوبدلې امنیت باوري شي.
ټاکل شوې چې د هند په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر پینځمه پیل شي چې د نومبر تر ۱۹مې به روانې وي.
د کرکټ نړیوالې شورا له وینا سره سم، په سیالیو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي او لومړۍ سیالي به د ګجرات په احمد اباد کې د انګلستان او نیو زیلینډ ترمینځ کېږي.
ټاکل شوې چې پاکستان د اکتوبر پر شپږمه په حیدراباد کې له نېدرلینډز (هالینډ) او افغانستان د اکتوبر پر اوومه له بنګلادېش سره خپلې لومړۍ سیالۍ وکړي.