پښتونخوا ملي عوامي ګوند کراچۍ کې د باجوړ برید ضد مظاهره کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښه مشرانو، غړو او پلویانو د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې دې امن پر ځای کړي. دوی د اګست پر شپږمه په کراچۍ کې د مظاهرې پر مهال د باجوړ په برید کې د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته د انصاف غوښتنه وکړه. په مظاهره کې سلګونه کسانو ګډون وکړ. د جولای پر ۳۰مه د باجوړ په خار کې په ځانمرګي برید کې ۶۳ تنه ووژل او تر ۱۰۰ زیات ژوبل شول. د حملې ذمه واري د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې منلې ده. ویډیويي رپورټ.