سعودي کې د اوکراین جګړې په اړه غونډه پای ته ورسېده

د اګست پر پر شپږمه په جده کې د اوکراین جګړې په اړه تر غونډې وروسته د ګډونوالو شریک انځور.

په سعودي عرب کې د اوکراين په اړه د امنيتي خبرو غونډه پای ته رسېدلې ده.

د سعودي دولتي خبري اژانس (سپا) د راپور تر مخه، د اګست پر شپږمه د غونډې پر دویمه ورځ د ځينو هېوادونو استازو برخه واخیسته او فيصله وشوه چې د سولې لپاره به د نړیوالې کچې سلا مشورو کولو ته دوام ورکوي.

دا دوه ورځنۍ غونډه د سعودي په جده ښار کې د اګست پر پينځمه پیل شوې وه چې ورغونډو شويو چارواکو له خوا د اوکراين جګړې حلولو يو کوښښ وو.

په غونډه کې پر ملګرو ملتونو او ځېنو نورو نړيوالو ادارو سربېره د ۴۰ هېوادونو استازو او د ملي امنيت سلاکارانو ګډون وکړ.

د جرمني خبري اژانس تر مخه، د دې خبرو برخوالو ډيپلوماتانو د چين ګډون په ځانګړي ډول مهم وباله خو غونډې ته روسیه نه وه بلل شوې.