مردان کې پوليسو د پي ټي ای يوشمېر احتجاج کوونکي نيولي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اګست پر اوومه د خيبر پښتونخوا په مردان کې پوليسو هغه وخت د پاکستان تحريک انصاف تر ۲۰ زيات پلويان ونيول چې کله هغوی د ګوند د مشر عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د احتجاج لپاره د مردان پرېس کلب مخې ته راټولېدل. د پوليسو په وينا دغه کسان يې د پاکستان د جنايي قانون د ۱۴۴مې مادې د سرغړونې په تور نيولي چې له مخې يې تر پينځو د زياتو کسانو پر ورغونډېدو بنديز وي.