چینايي چارواکو ویلي چې په بیجنګ او خواوشا سیمو کې د بارانونو او سېلابونو پر مهال ۳۳ کسان وژل شوي او ۱۸ ورک دي.
په وروستیو کې په چینايي پلازمېنه کې سختو بارانونو د ښار شاوخوا سیمو ته زیان رسولی دی او بېخبنا او ودانۍ یې ویجاړې کړې دي.
چارواکو د اګست پر اتمه وویل چې په بیجنګ کې په وروستیو کې د ودانیو نړېدو په پېښو کې ۳۳ کسان وژل شوي دي.
د چین په شمال کې ورښتونو او سېلابونو تر دې مخکې هم په سلګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې وه. په بیجنګ کې چارواکو د اګست پر څلورمه وویل چې په جولای کې د طبیعي ناورینونو پر مهال ۱۴۷ کسان وژل شوي یا ورک دي.
له جولای راهیسې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د اب و هوا (اقلیم) له بدلون سره تړلو پېښو لکه بارانونو، سېلابونو او یا هم د تودوخې اوږدې څپې په مېلیونونو وګړي اغېزمن کړي دي.