د خبریالانو سازمانونو د سيندي خبريال د وژنې د پلټنو غوښتنه کړې

پاکستان کې په تېرو وختونو کې خبریالانو د خپلو ملګرو د وژنو او ورته د ګواښونو ضد مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

د بې پولو خبریالانو سازمان (ار اېس اېف)، د خبریالانو نړیوال فېډریشن او د پاکستان خبریالانو ټولنې په سيند صوبه کې د يو خبریال غلام اصغر کنډ د وژنې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د بې پولو خبریالانو سازمان د اګست پر نهمه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، او د خبریالانو نړیوال فېډرېشن پر خپله رسمي ووبپاڼه ليکلي چې غلام اصغر کنډ د اګست پر اوومه پر موټر سایکل سپرو وسلوالو له خیرپور ښار سره نېږدې وواژه. دوی وايي چې وسلوالو نوموړی په هغه مېلمستون کې وژلی چې هغه پکې اوسېده.

سازمانونو پر حکومت غږ کړی چې د وژنې پلټنې دې وکړي، ښکېل کسان دې د قانونو منګولو ته وسپاري او د خبریال له کورنۍ سره دې انصاف وکړي.

د اصغر کنډ په اړه ويل کېږي چې هغه په سیمه کې د ناقانونه کړنو اړه رپورټونه جوړول. د بې پولو خبریالانو سازمان او د خبریالانو نړیوال فېډرېشن ویلي چې پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړي، خو مقدمه يې لا دایره کړې نه ده.