سوره يا د يوې نجلۍ د نه کړي جرم سزا؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتنو نجونو او ښځو ستونزو په اړه د "نوې نړۍ" خپرونې په دې برخه کې د ښځو پر ژوند د سورې پر اغېز غږېدلي یو. د پښتنو په ځینو سیمو کې د یو کس تر وژنې وروسته د راضي نامې او یا هم د دښمنۍ ختمولو لپاره د پړ یا ملامته کس کورنۍ خپله نجلۍ مخالف لوري ته ورکوي او هلته یې ودوي. له دې سره دښمني ختمه شي خو نجلۍ اکثر د ټول عمر له کړاو سره مخامخېږي. بشپړه خپرونه واورئ.