د امریکا په هوایې ایالت کې د ځنګل اور ۸۹ کسان وژلي دی

چارواکي وايي، د لاهیانا ښار زیاتره برخې سوځېدلې دي ـ د اګست اتمې انځور.

د امريکا په هوایي ايالت کې چارواکي وايي‌، د ځنګله اور د لاهيانا په نوم تاريخي وړوکی ښار شاوخوا په بشپړ دول سوځولی او تر اوسه یې ۸۹ کسان وژلي دي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس ليکلي چې له دوو اوونيو راهیسې لګېدلي اور، په موايي او ځينو نورو سيمو کې لږترلږه ۲،۲۰۰ ودانۍ ويجاړې کړې او د شپږ اربه ډالرو زیان یې اړولی دی.

د هوایي ایالت والي جاش ګرين د اګست پر ۱۳مه رسنيو ته وويل چې اغېزمنو سیمو ته تللی وو او د ژغورنې د چارو د چټکولو امر یې کړی دی.

چارواکي وايي، د ګڼ ځنګل، تېزو بادونو او غرنيو سيمو له وجې د ژغورنې ډلې په ډېر مشکل خپل کار پر مخ بیايي.

د رسنيو په وینا، د ژغورنې ډلې یوازې درې سلنه ځای ته رسېدلې دي.

د اور د لګېدو سبب نه دی معلوم خو د امريکا په ځينو ايالتونو کې هر کال د ګرمۍ په موسم کې په ځنګلونو کې ويجاړوونکي اورونه لګېږي، البته په هوایي کې اوسنی اور بېساری دی.

هوايي ایالت له یوشمېر ټاپوګانو جوړ دی چې د رڼو اوبو، پراخو ځنګلونو او پاکو ساحلونو لپاره نوم دی او هر کال په مېليونونو سېلانيان ورځي. په هغه سیمه کې زیاتره خلک د پخوانیو او اصلي امریکایانو ټبرونه دي چې نېټېف امیرېکنز (Native Americans) بلل کېږي او هغه یې د پلرونو او نیکونو اصلي ټاټوبی دی.