برتانیې ته د تلونکې کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې ۶ افغانان وژل شوي دي

برتانیویو او فرانسویو ډلو په سمندرګي کې د ژغورنې عملیات وکړل - د اګست ۱۲مې انځور.

برتانیوي چارواکي وایي، هغه هېواد ته پر لاره د پناه غوښتونکو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې پکې شپږ افغانان وژل دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، په کښتۍ کې د افغانستان او یوشمېر نورو هېوادونو وګړي سپاره ول چې د اګست پر ۱۲مه ډوبه شوه او د شپږو افغانانو مړي د اګست پر ۱۳مه له اوبو ایستل شوي دي.

په پاریس کې د افغانانو د یووالي ټولنې هم په خپله فېسبوک پاڼه د شپږو کسانو د مړینې د تایید تر څنګ ویلي چې لږترلږه ۱۰ افغانان ورک دي.

د برتانیې او فرانسې مرستندویه ډلو څه باندې ۶۰ کسان ژغورلي چې زیاتره یې افغانان دي.

د سمندري چارو لپاره د فرانسې د دولت وزیر هاروي بیرویل د کالې په بندر کې خبریالانو ته د پېښې په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې قاچاقبران کډوال له مرګ سره مخامخوي.

د اګست پر پینځمه د اېټالیا په سمندر کې له تيونسه اروپا ته د تلونکو کډوالو دوه کښتۍ چپه شوې چې پکې ۹۰ کسان سپاره ول.

داراز، د جون پر ۱۴مه په يونان کې د کډوالو يوه کښتۍ ډوبه شوې وه چې خواوشا ۷۵۰ کسان پکې سپاره ول. په هغوی کې شاوخوا ۳۰۰ کسان ووژل شول چې ګڼ پاکستانيان هم پکې ول.