ارمنیا کې د اوکرایني سفارت ناظم الامور په اوبو کې د ډوبېدو له وجې مړ شوی دی

په ارمنیا کې د اوکراین سفارتشارژدافېیر اولېکساندر سېنچېنکو پخوانی انځور.

په ارمنیا کې د اوکراين د سفارت شارژدافېیر (ناظم الامور) اولېکساندر سېنچېنکو په ظاهره په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی دی.

د ارمنیا بهرنيو چارو وزارت د اګست پر ۱۴مه په يو بیان کې وويل چې سېنچېنکو يوه ورځ مخکې په سېوان نومي ډنډ کې ډوب شوی وو.

د اوکراين بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې د هغه مړينه تاييد کړې او ويلي یې دی چې نوموړی يو تجربه کاره ډېپلوماټ وو.

تر اوسه پورې د سېنچېنکو د مړينې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي خو د ارمنیا کورنيو چارو وزارت د پلټنو اعلان کړی دی.