د ايران چارواکي وايي چې په شيراز کې یې پر يو زیارت د اګست ۱۳مې حملې په تړاو یې اته کسان نيولي دي.
دولتي خبري اژانس اېرنا د اګست پر ۱۴مه د فارس ولایت د مشر قاضي کاظم موسوي له خولې ويلي چې ټول نيول شوي کسان بهرني وګړي دي او پلټونکي فکر کوي چې د بريد پلانوونکی د تاجکستان يو وګړی دی چې د نیولو هڅې یې روانې دي.
ایرانیو چارواکو له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي او د تاجکستان حکومت هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ايران سرکاري رسنيو خبر ورکړی چې د اګست پر ۱۳مه دوو وسلوالو د شیراز پر شاه چراغ زیارت حمله وکړه چې پکې یو کس ووژل او اووه ژوبل شول.
د هغې حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.