د بلوچستان اعلاوزیر او د مخالفه ډلو مشر د لنډمهالي اعلاوزیر په نوم موافقې ته نه دي رسېدلي

ګورنر د اګست پر ۱۲مه د بلوچستان اسمبلي ماته کړه - پخوانی انځور.

د بلوچستان تلونکی اعلاوزیر میر عبدالقدوس بزنجو او په اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو مشر ملک سکندر خان د صوبې د لڼدمهالي اعلاوزیر پر نوم موافقې ته نه دي رسېدلي.

دواړو چارواکو د اګست پر ۱۵مه په کوټه کې ولیدل خو د لنډمهالي حکومت د مشر پر نومونو سلا نه شول.

دوی د هغو کسانو نومونه په ډاګه نه کړل چې د اګست پر ۱۴مه شپې مهال یې په غونډه کې ورباندې بحث کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۲مه د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي کاکړ د اسمبلۍ ماتولو سپارښتنلیک لاسلیک کړ.

د قانون له مخې، د اسمبلۍ تر ماتېدو وروسته باید تلونکی وزیراعلا او د مخالفو ګوندونو مشر په درو ورځو کې د نګران حکومت د مشر پر نوم سلا شوي وای خو د اګست پر ۱۵مه وخت پوره شو او په دې لړ کې هېڅ پرمختګ و نه شو.

د اساسي قانون له مخې، اوس به د بلوچستان اسمبلۍ پارلېماني کمېټي پر دې موضوع غور کوي. بزنجو او سکندر خان به د درو کسانو نومونه ورکوي خو که کمېټي هم ورباندې موافقه نه شي، نو بیا به انتخاباتي کمېشن د بلوچستان نګران اعلاوزیر غوره کوي.