د پاکستان ټاکنو کمېشن پر نويو سرکاري تقرریانو بندیز لګولی

يو امنيتي سرتېری د انتخاباتو کمېشن ودانۍ په مخې ته ګزمه کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن نګران حکومت ته د لارښوونو په جاري کولو سره ويلي چې داسې کار به نه کوي چې له وجې یې راتلونکې ټاکنې اغېزمنې شي.

کمېشن د اګست پر ۱۵مه نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ او صوبو ته په استولیو لارښوونو کې ویلي چې د پاکستان د ايين له مخې، لنډمهالي حکومتونه بايد د رڼو ټاکنو په کولو کې د انتخاباتي چارو له ادارو سره مرسته وکړي.

کمېشن ویلي چې نوې سرکاري ټاکنې یا تبادلې ښايي پر راتلونکو ټاکنو اغېز پرېیاسي نو ځکه یې نګران چارواکي د کولو واک نه لري.

په لارښوونو کې ویل شوي چې که یوه ډېره ضروري ټاکنه کېږي نو چارواکي به له کمېشنه لیکلې اجازه غواړي.

په بیان کې راغلي چې البته هغه تقررۍ چې تېر حکومت کړې دي او ټاکل شویو کسانو دنده نه ده پيل کړې، هغوی خپل کارونه شروع کولی شي.

د انتخاباتو کمېشن پر نګران وزيراعظم دا غږ هم کړی چې د تېر منتخب حکومت چارواکو ته ورکړل شوي سرکاري کورونه، ګا‌ډي او نور لوجېسټېک مراعات دې ورڅخه واخلي، البته د سیاستوالانو او نورو پخوانيو حکومتي چارواکو امنيت د لنډمهالي حکومت دنده نو ځکه هغوی خپل ساتونکي ساتلی شي.

له قانون سره سم، لنډمهالی وفاقي او صوبايي حکومتونه باید بې طرفه وي او باید ټولو ګوندونو او نوماندانو ته د کیمپېن مساوي موقعې ورکړي.