په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له هېواده دباندې د پاسپورټونو لپاره نوې بیې اعلان کړې دي.
وزارت د اګست پر ۱۶مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له هېواده بهر د پينځه کلن پاسپورټ بیه ۱۲۰ او د ۱۰ کلن هغه ۲۲۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده. په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د پاسپورټ د یو کال تمدید لپاره به ۲۰ امریکايي ډالره اخیستل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه د پينځو کلونو لپاره پاسپورټ د سټېکر په وسیله په ۲۰۰ یورو تمدیدوي.
د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته پرله پسې د پاسپورټ بیه لوړه شوې ده خو دا لومړی ځل دی چې د پاسپورټ د نرخ کمېدو پرېکړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې دننه خلک شکایت کوي چې د پاسپورټونو په ترلاسه کولو کې له لویو مشکلاتو سره مخامخ دي او د پاسپورټ ورکړې بهیر د ځنډ ښکار دی خو طالب چارواکي وايي، د افغانستان په مرکز کابل او نورو ولایتونو کې د پاسپورټونو دفترونه فعاله دي.