د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو پر فعالیت بندیز لګولی دی.
د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي د اګست پر ۱۶مه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ګوندونه "شرعي اساس نه لري او فعالیت یې بې ګټې" دی. شرعي ادعا وکړه چې د افغانستان "روانې بدمرغۍ د سیاسي ګوندونو" له کبله دي.
طالبانو دا بندیز په داسې حال کې اعلان کړ چې حکومت يې تر اوسه اساسي قانون نه لري او تر اوسه هېڅ هېواد په رسميت هم نه دی پېژندلی.
طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په شمول له موسیقۍ رانیولې تر سینګارتونونو پورې پر ګڼو کارونو او فعالیتونو بندیزونه لګولي دي. د هغوی په وينا، دا اقدامات يې "د شريعت په رڼا" کې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو ادارو او ګڼو هیوادونو وخت په وخت د طالبانو له لوري دا ډول بندیزونه او د بشري حقونو سرغړونې غندلې دي.
امریکايي چارواکو هم ویلي چې د بشري حقونو او ښځو د حقونو باوري کولو لپاره به پر طالبانو فشارونو ته دوام ورکړي.
امريکا وايي د طالبانو له حکومت سره تر هغو پورې اړيکې نه شي عادي کېدای چې هغوی د بشري حقونو له تروړلو لاس نه وي اخیستی.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د اګست پر ۱۵مه، پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت خبريالانو ته وويل چې له طالبانو سره د اړيکو عادي کول تر هغه وخته امکان نه لري چې د افغان ښځو حقونو ته په درناوي کې څرګند پرمختګ نه وي شوی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د اګست پر ۱۴مه له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي ول چې د ښځو حقونه د افغانستان کورنۍ موضوع ده او په امریکا پورې اړه نه لري.