د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اګست پر ۱۷مه سعودي عرب ته تللی دی.
د ايران رسمي خبري اژانسونو ليکلي چې نوموړی به له خپل سعودي سیال فیصل بن فرحان السعود او نورو لوړپوړو چارواکو سره پر دوه اړخيزه اړيکو وغږېږي.
سعودي او ايران په سيمه کې له يو بل سره د سختې سيالۍ اوږده تاريخچه لري خو د روان کال په مارچ مياشت کې یې د چين په مینځګړتوب خپلې هغه سفارتي اړیکې بحالې کړي چې اووه کاله مخکې یې پرې کړې وې.
سعودي او ایران په جون کې په دواړو هېوادونو کې خپل سفارتونه بیا پرانیستل او السعود په هم هغه میاشت کې تهران ته تللی وو او هلته یې د اړیکو ښه کولو لپاره د رابطو د دوام ژمنه کړې وه.