د سعودي ولیعهد د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره لیده کاته کړي

محمد بن سلمان (ښې خوا ته) له حسین امیر عبداللهیان سره د اګست پر ۱۸مه په جده کې د لیدو په مهال.

د سعودي عرب ولیعهد محمد بن سلمان د اګست پر ۱۸مه په جده کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتلي دي.

دا له هغه یوه ورځ وروسته ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان سعودي عرب ته ورسید او د خپل سعودي سیال شهزاده فیصل بن فرحان سره تر خبرو وروسته يې اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمینځ اړیکې "پر سمه لار" روانې دي.

محمد بن سلمان چې د سعودي عرب اصلي واکمن بلل کيږي، په دې وروستیو کې یې له امریکا سره د تاریخي نږدې اړیکو په اړه د پوښتنو په ترڅ کې د سعودي بهرنۍ پالیسي بیا تنظیم کړې ده.

سعودي عرب او ايران په سيمه کې له يو بل سره د سختې سيالۍ اوږده تاريخچه لري خو د ۲۰۲۳م کال په مارچ مياشت کې یې د چين په منځګړتوب خپلې هغه سفارتي اړیکې بحالې کړې چې اووه کاله مخکې یې پرې کړې وې.

سعودي عرب د ۲۰۱۶ز کال په جنورۍ کې د شیخ نمر النمر په نامه د يو شيعه ديني مشر په ګډون ۴۷ کسان اعدام کړي ول چې تر هغه وروسته په تهران کې قهرجنو مظاهرچيانو د سعودي سفارت ځينو برخو ته اور اچولی وو.

تر دې وروسته ریاض له تهران سره سفارتي تعلقات پرې کړی ول.