پر اوکرایني ښار د روسیو ځواکونو برید کې ۷ تنه وژل شوي، ۱۲۹ ژوبل دي

د اګست پر ۱۹مه په چېرنیهیف کې په توغندي لګېدلې ودانۍ یو انځور.

د اګست پر ۱۹مه په چېرنیهیف کې په توغندي لګېدلې ودانۍ یو انځور.

د اوکراين کورنيو چارو وزارت وايي د هېواد په شمال کې پر چېرنيهیف ښار د روسیو ځواکونو د توغندیو په برید کې لږترلږه اووه تنه وژل شوي او ۱۲۹ ژوبل شوي دي.

د هغه ښار سرپرست ښاروال اولېکساندر لوماکو د اګست پر ۱۹مه وویل چې دا بريد د اوکراين پر ضد د روسیې "يو بل جنګي جرم" دی.

د کورنيو چارو وزارت ويلي چې په وژل شويو کې يو شپږ کلن هلک او په زخميانو کې ۱۵ ماشومان شامل دي.

د اوکراين لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو همغږۍ چارو ادارې حمله غندلې او پر مسکو يې غږ کړی چې د خلکو پر ګڼ مېشتو سیمو دې بریدونه بند کړي.

مسکو لا د حملې او د چارواکو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې ولسي سیمې نه په نښه کوي.