پاکستان تحریک انصاف پارلېمېنټېریینز خپله لومړۍ جلسه کړې ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان تحریک انصاف پارلېمېنټېریینز په نوم نوي ګوند په نوښار خپله لومړۍ جلسه کړې ده. د خیبر پښتونخوا د پخوانیو اعلاوزیرانو پروېز خټک او محمود خان په مشرۍ هغه ګوند په وروستیو کې له تحریک انصافه جلا شویو سیاستوالانو جوړ کړی دی. خټک د اګست ۱۹مې جلسې ته په وینا کې بې له ثبوت وړاندې کولو دعوه وکړه چې تحریک انصاف ګوند په تېرو انتخاباتو کې د ده له کبله واک ته رسېدلی وو. پاکستان تحریک انصاف ګوند د خټک او محمود خان څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. ویډیويي رپورټ.