نېدرلینډز او ډنمارک د یولړ شرطونو تر پوره کېدو وروسته اوکراین ته اېف-۱۶ الوتکې ورکوي

په وارسا کې اېف-۱۶ الوتکې د پرواز پر مهال - انځور له ارشیفه.

نېدرلینډز او ډنمارک ویلي دي چې د یولړ "شرطونو" تر پوره کېدو وروسته اوکراین ته اېف-۱۶ جنګي الوتکې ورکوي.

دواړو هېوادونو تر اوسه دا نه ده واضحه کړې چې اوکراین باید کوم شرطونه پوره کړي، خو دا یو داسې مهم پرمختګ دی چې له اوږد وخت راهیسې یې انتظار کېده او ورسره به د کییف د دفاعي وړتیاوو مهمه تشه ډکه شي.

نېدرلینډز ویلي دي چې د امریکا جوړې ۴۲ او ډنمارک ویلي دي چې ۱۹ الوتکې اوکراین ته ورکوي.

برتانیا مېشتې روسي نومي څېړنیز مرکز تېر کال ویلي ول چې "یو وړوکی شمېر" غربي جېټ الوتکې هم ښايي په جګړه کې "لوی دفاعي اغېز" ولري.

روسیې د خپلو پرمختللو وسلو او الوتکو په کارولو د اوکراین یوشمېر ښارونه په پرله پسې ډول په نښه کړي دي چې له کبله یې د کییف د ځوابي عملیاتو رفتار ورو شوی دی.