د افغانستان مشهور اداکار عبدالاحمد خاکسار د ۷۵ کلونو په عمر مړ شو.
خاکسار د اګست پر ۲۱مه سهار مهال د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل کې ساه ورکړه.
د هغه زوی عبدالاحد مشال راډيو ته د نوموړي مړينه تایید کړه او زیاته یې کړه چې پلار یې یوه اوونۍ مخکې ناڅاپي ناروغ شو او د پښو له درده کړېده.
عبدالاحمد خاکسار مشهور افغان ممثل وو چې له کلونو راهيسې يې په بېلابېلو فلمونو او سینما کې کار کړی او لسګونه فلمونه يې جوړ کړي دي.