جنوبي کوریا د ایران کنګل شتمنۍ د سویس مرکزي بانک ته لېږدولي دي

په جنوبي کوریا کې د ایران شپږ اربه ډالر کنګل وې ـ پخوانی انځور.

د جنوبي کوریا رسنیو د اګست پر ۲۱مه ویلي چې په دې هېواد کې د ایران کنګل شوې شتمنۍ تېره اوونۍ د سویس مرکزي بانک ته لېږدول شوې دي.

دا شتمنۍ ایران ته د تبادلې او د انتقالو په هدف لېږدول شوې دي. د اقتصادي خبرونو او معلوماتو ورکولو ادارې یون هاف انفوفاکس ویلي، د سویس مرکزي بانک پلان لري چې د ایران دغه شتمنۍ چې د جنوبي کوریا په کرنسۍ وون کې دي او شپږ اربه ډالره جوړېږي، د کرنسیو په مارکیټ کې لومړی ډالرو او بیا یورو ته بدلې کړي.

په دې ورستیو کې ایران او امریکا موافقه وکړه چې په ایران کې پینځه امریکايي بندیان خوشې کوي او په بدل کې یې واشنګټن په جنوبي کوریا کې د ایران کنګل شوې شتمنۍ ازادوي.

په تړون کې ویل شوي چې دا شتمنۍ په قطر کې هغه بانک اکاونټ ته لېږدول کېږي چې ایران ورته لاسرسی لري.