د بلوچستان د لنډمهاله حکومت پينځه کسيزه کابينې لوړه وکړه

د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي کاکړ د اګست پر ۲۱مه له لنډمهالې پينځه کسيزې کابينې سوګند واخيست.

د بلوچستان د نوي لنډمهاله حکومت پينځه کسيزه کابينې د اګست پر ۲۱مه په کوټه کې لوړه وکړه.

د لوړي مراسم د صوبايي ګورنر په دفتر کې تر سره شول او ګورنر ملک عبدالولي کاکړ د کابينې له غړيو سوګند واخيست.

د کابینې په غړو کې کېپټن ریټایرډ زبیر جمالي، جان اڅکزی، پرنس احمد علي، امجد رشید او ډاکټر قادر بخش بلوڅ شامل دي.

زبير جمالي ته د کورنيو چارو، جان اڅکزي ته د اطلاعاتو، پرنس احمد علي ته د صنعت، امجد رشيد ته د ماليې او ډاکټر قادر بخش بلوڅ ته د تعليم وزارتونه سپارل شوي دي.

د لوړې تر مراسمو وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې د بلوچستان لنډمهاله اعلا وزیر علي مردان ډومکي وویل چې د کابینې د غړيو شمېر به ۱۳ ته رسوي چې ځينې به يې به د سلاکارانو په توګه هم کار کوي.

د بلوچستان لنډمهاله اعلا وزير علي مردان ډومکي پر دې مهال خبريالانو ته وويل چې د نګران صوبايي حکومت لوی هدف په صوبه کې امنیت ټینګ ساتل دی.

د اګست پر ۱۲مه د بلوچستان د پخواني اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ صوبايي حکومت د خپلې مودې له پوره کېدو وروسته پای ته رسېدلی وو.

له هغه وروسته د سيوۍ پخوانی ناظم علي مردان ډومکي نوی لنډمهاله اعلا وزير وټاکل شو چې نوموړي د اګست پر ۱۸مه لوړه وکړه.