د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلې د اګست پر ۲۴مه دویمه ۵۰ اووره سیالي کوي

د پاکستان لوبغاړي د اګست پر ۲۲مه د سیالۍ تر ګټلې وروسته خوشالي کوي.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان ته په ۱۴۲ منډو ماتې ورکړې ده.

د اګست پر ۲۲مه په سري لنکا کې په شوې لوبه کې لومړی بیټېنګ پاکستان وکړ خو ژر یې لوبغاړي وبایلل او ټوله لوبډله یې د ۴۸م اوور په پیل کې په ۲۰۱ منډو وسوځېده.

د افغانستان مجیب الرحمان درې، او محمد نبي او راشد خان دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د افغانستان لوبډله له پیل راهیسې له مشکلاتو سره مخامخ شوه او څلور لوبغاړي یې ژر وسوځېدل.

تر دې وروسته افغان توپوهونکو په احتیاط لوبې ته دوام ورکړ خو زیاتې منډې یې جوړې نه کړای شوې او په ۲۰م اوور کې ټوله لوبډله په ۵۹ منډو وسوځېده.

د پاکستان حارث رووف پینځه او شاهین شاه اپرېدي دوه بیټران اوټ کړل.

ټاکل شوې چې د درو ۵۰ اووره سیالیو د لوبلړۍ دویمه هغه د اګست پر ۲۴مه او درېیمه یې پر ۲۶مه وشي.