په ټانک کې وسلوالو ۱ پولیس وژلی، ۱ تن ژوبل دی

د خیبر پښتونخوا په جنوب کې پرتې د ټانک ضلعې نقشه.

د خیبر پښتونخوا په ټانک ښار کې د وسلوالو په برید کې یو پولیس سرتېری وژل شوی دی.

د ټانک د ښار تاڼېدار افتاب عالم مشال راډیو ته وویل، پر موټرسایکل سپرو د اګست ۲۳مې پر سهار د میزان بانک مخې ته پر پهره ولاړ سرتېري ډزې وکړې چې پکې هغه ووژل شو او یو ولسي وګړی ژوبل شو.

افتاب عالم وايي، دا د ترهګرۍ پېښه ده چې پکې پولیسو د ککړو کسانو د نیولو په موخه د لټون عملیات پیل کړي دي.

پر پولیس د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

تر دې وړاندې د اګست پر ۱۱مه، د ټانک په منزۍ کې وسلوالو یو قبایلي‌ مشر ملک حبیب شوبيخېل او د هغه پولیس ساتونکی ووژل.