له اوکراین سره پر پوله د روسیې د بېلګورود والي وايي چې د هغې سیمې په لاوي کلي کې د ځانګړو ناروغیو د درملنې پر مرکز د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې ولسي وګړي وژل شوي دي.
ویاچېسلاو ګلادکوف پر ټېلېګرام په بیان کې ویلي دي چې اوکراینیو ځواکونو د اګست پر درېیمه په کوڅه کې پر ولاړو کسانو ډرون برید وکړ چې پکې دوه تنه پر هغه ځای ووژل شول او درېیم په روغتون کې سا ورکړه.
ګلادکوف زیاتوي چې تر دې څو ساعته مخکې هم اوکراینیو ځواکونو له ډرونه دوه بمونه غورځولي ول.
تر اوسه په خپلواکه توګه د نوموړي د دعوې تصدیق نه دی شوی او اوکراین هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.