هندۍ فضايي بېړۍ د سپوږمۍ پر سطحې ښکته شوه
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د چندریان – ۳ په نوم د هند فضايي یا خلايي ماموریت بېړۍ د اګست پر ۲۳مه د سپوږمۍ له جنوبي قطب سره نېږدې ورښکته شوه. هندي وزیراعظم نرېندرا مودي له جنوبي افریقا څخه په وینا کې وویل، "هند اوس تر سپوږمۍ ورسېد." نوموړی هلته د مخ پر ودې او لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې (برېکس) په سرمشریزه کې ګډون کوي. هند تر دې مخکې د چندریان – ۱ او چندریان – ۲ په نوم دوه بېړۍ د سپوږمۍ پر لوري استولې وې خو هغه ماموریتونه ناکامه شوي ول. د چندریان – ۳ بېړۍ ګاډی به اوس د سپوږمۍ پر سطحه ګرځي او له هغه ځایه به د هند د فضايي څېړنو مرکز ته انځورونه او معلومات استوي. ساینسپوهان اټکل کوي چې د سپوږمۍ جنوبي قطب ښايي د کنګل اوبو زېرمې ولري. نور د رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو له ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې.