ټاکل شوې چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ د درو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه د اګست پر ۲۶مه په سري لنکا کې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۲۴مه د پاکستان لوبډلې په دویمه ۵۰ اووره سیالۍ کې افغانستان ته په یوې وېکټې په ماتې ورکولو لوبلړۍ وګټله.
د اګست پر ۲۴مه د همبانټوټا په مهېندا راجپکسا نړیوال لوبغالي کې لومړی بیټېنګ افغان لوبډلې وکړ او په ۵۰ اوورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۰ منډې جوړې کړې.
افغان لوبغاړو رحمان الله ګربز ۱۵۱ او ابراهیم ځدراڼ ۸۰ منډې جوړې کړې او د پاکستان شاهین شاه اپرېدي دوه لوبغاړي وسوځول.
په ځواب کې د پاکستان فخر زمان په نهم اوور کې تر ۳۰ منډو جوړولو وروسته وسوځېد. خو تر هغې وروسته امام الحق او بابر اعظم بیټېنګ ته دوام ورکړ خو اعظم په ۳۱م اوور کې په ۵۳ منډو وسوځېد.
تر دې وروسته د پاکستان بیټران (توپوهونکي) نسبتاً ژر وسوځېدل او تر ۲۱۱ منډو پورې یې شپږ وېکټې بایللې وې خو شاداب خان او افتخار احمد مجموعي منډې تر ۲۵۸ پورې ورسولې.
تر افتخار احمد وروسته چې شاهین شاه اپرېدی هم وسوځېد نو د پاکستان لوبډله له خورا مشکل سره مخامخ شوه.
البته د شاداب خان تر اوټ کېدو وروسته نسیم شاه په وروستي اوور کې ټاکلی هدف پوره کړ او سخته سیالي یې وګټله.
د افغانستان په کوربه توب د لوبلړۍ لومړۍ سیالي هم پاکستان ګټلې وه. د اګست پر ۲۲مه د پاکستان لوبډلې په ۱۴۲ منډو افغانستان ته ماتې ورکړې وه.