د روغتیا نړیوال سازمان: لکونه افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ ښکار کېدای شي

ډبلیو اېچ او وايي د مرستو کمېدو له کبله د خوارځواکۍ ښکار ماشومانو شمېر لا زیاتېدای شي - پخوانی انځور.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، د بودیجې او مرستو کمېدو له کبله به ۸۷۵،۰۰۰ افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي.

سازمان د اګست پر ۲۴مه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، لیکلي چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې، ناکرارۍ، وچکالۍ او طبیعي پېښو له کبله بشري بحران زیات شوی او د غذايي فقر ترڅنګ د خوارځواکۍ او ناروغیو د خپرېدو خطر لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو هغه سازمان وايي، د ۲۰۲۱ز کال له اګسته څه باندې ۱۸ مېلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ شوي ول خو د سږ کال په اګست کې دا شمېر شاوخوا ۲۹ مېلیونه ته لوړ شوی دی.

د ادارې په وینا، که مرستې دوام و نه کړي په افغانستان کې د خوارځواکۍ ښکار ماشومانو شمېر تر دې زیاتېدای شي.

ډبلیو اېچ او او د ملګرو ملتونو نورو ادارو هم د روان کال له پیل راهیسې په بیا بیا له هېوادونو او ادارو څخه د پیسو او نورو مرستو غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې خپلو چارو ته دوام ورکړي.