د طالبانو حکومت: تر ۳،۴۰۰ زیات کډوال له پاکستان او ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي

د افغان کډوالو ګاډي له پاکستانه د سپین بولدک په لاره افغانستان ته داخلېږي - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت وايي، په وروستیو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۳،۴۱۶ کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

وزارت د اګست پر ۲۴مه په یو خبرپاڼه کې ویلي ۸۲۷ افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په بیان کې راغلي، له هغو څخه یې ۸۱۵ تنه په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي خو ۱۳ د پاکستان له زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته لېږدول شوي دي.

وزارت وايي، د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او اېم) له هغو کډوالو سره مرسته کړې ده.

په بیان کې راغلي چې ۲،۵۸۹ کډوال د اګست پر ۲۳مه له ایرانه افغانستان ته تللي دي چې ورڅخه یې ۱،۰۶۲ ستانه شوي کسان ای او اېم ته د مرستو لپاره ورپېژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له هغه هېواده د خلکو د وتلو بهیر ګړندی شوی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، له هغو څخه یې زیاتره افغانان پاکستان او ایران ته تللي دي.

په وروستيو کې په ايران او پاکستان کې ګڼ افغان کډوال نيول شوي دي. په پاکستان کې زیاتره افغانان په سيند صوبه کې نيول کېږي او افغانستان ته لېږدول کېږي. د هغو هېوادونو پولیس تور پورې کوي چې ډېری نیولي افغانان یې د اوسېدو اسناد نه لري.