روسيه وايي پر مسکو يې ډرون بريد شنډ کړی دی

په مسکو کې په ډرون بريد کې زیانمنه شوې ودانۍ. د ۲۰۲۳ز کال د جولای ۲۴مې انځور

روسيې د اګست پر ۲۶مه پر مسکو د ډرون الوتکې د یوه نوي بريد خبر ورکړی دی.

چارواکي وايي چې تر بريد وروسته يې د پلازمینې په درې واړو هوايي ډګرونو د الوتکو تګ راتګ په موقتي توګه ځنډولی دی.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ويلي چې دفاعي نظام يې د کرېملين له لویدیځه شاوخوا ۵۰ کیلوميټره ليرې د ایسترا سيمه کې يوه ډرون الوتکه تباه کړې ده.

دا هوایی برید یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې د روس تر قبضې لاندې په کریمیا او د روس دننه د بې پیلوټه الوتکو بریدونه راپور شوي.

روسيې د اګست د ۲۵ مې د بې پیلوټه الوتکې د برید او د هغو پخوانیو حملو ذمه واري پر اوکراین اچولې ده چې د مې په لومړیو کې يې په کرېملين د دوو ډرون الوتکو له نسکورېدو وروسته زور واخیست.

د روسيې د دفاع وزارت د اګست پر ۲۵مه په يوه اعلاميه کې وويل چې د دوی هوايي دفاعي نظام په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۳ بې پيلوټه الوتکې له منځه وړې دي چې ۴۲ يې په کرايميا کې په نښه کړې دي.

وزارت دا هم ويلي چې یو اوکرایني توغندی د مسکو په جنوب لویدیځ کې په کالوګا سيمه کې غورځول شوی. په داسې حال کې ده چې د روسيې ټېلېګرام چينلونو راپور ورکړی دی چې د کالوګا، تولا او مسکو په فضا کې چاودنې ښايي د الوتکو ضد ډزو له امله شوې وي.

په عین حال کې د اوکراین د وسلوالو ځواکونو مشر د اګست پر ۲۶مه ويلي چې د اګست له ۲۵مې د جګړې په لومړنيو کرښو کې له ۴۰ څخه زیاتې نښتې راپور شوې دي.