اسټرالیا کې د الوتکې پرېوتو پېښه کې ۳ امریکايي سرتېري وژل شوي دي

د امریکا یوه اوسپرې وي-۲۲ ډوله الوتکه په اردن کې د تمرین پر مهال - پخوانی انځور.

د اسټرالیا ساحل ته نېږدې د یوې الوتکې پرېوتو په پېښه کې د امریکا د سمندري ځواک لږترلږه درې سرتېري وژل شوي دي.

چارواکي وايي، اوسپرې وي-۲۲ الوتکه د اګست پر ۲۷مه د مېلوېل ټاپو له ساحله شاوخوا ۶۰ کېلومیټره لیرې پرېوتې ده.

دوی وايي، د پېښې په ځای کې مرستندویه عملیات روان دي.

د امریکا پوځي چارواکو تایید کړې ده چې په الوتکه کې ۲۳ کسان سپاره ول چې ټول یا زیاتره یې د بحري ځواک سرتېري ول.

د هغوی په وینا، الوتکې د امریکا او اسټرالیا په ګډو پوځي تمرینونو کې برخه اخیسته.

اوسپرې الوتکې له ۲۰۰۰ز کال راهیسې څو ځلې د مرګونو پېښو ښکار شوې دي. په ۲۰۲۲ز کال کې هم په ناروې کې د ناټو مشقونو پر مهال د هغه قسم یوې الوتکې پرېوتو په پېښه کې د امریکا د بحري ځواک څلور سرتېري وژل شوي ول.