د روسیې پلټنیزې کمېټۍ د اګست پر ۲۳مه د الوتکې پرېوتو په پېښه کې د واګنر ملېشې د مشر اېوګېني پرېګوژېن مړینه تایید کړې ده.
کمېټۍ د اګست پر ۲۷مه وویل چې د شخصي جېټ الوتکې پرېوتو په پېښه کې یې د ۱۰ واړه وژل شویو کسانو پېژندګلوي چې د مساپرو له هغه لېسټ "سره سمون خوري" چې چارواکو مخکې اعلان کړی وو.
تر اوسه د الوتکې د پرېوتو لامل نه دی معلوم.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اګست پر ۲۴مه د اېوګېني پرېګوژېن او نورو وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي وښوده.
خو پر دې سربېره د روسیې چارواکو په پېښه کې د ۶۲ کلن پرېګوژېن مړینه نه وه تایید کړې او د بیړنیو چارو وزارت دا ویلي ول چې له مسکو څخه سېنټ پیټرزبرګ ته پر لاره د واګنر ملېشې یوه شخصي جېټ الوتکه چې پکې د عملې درې غړو په ګډون ۱۰ کسان سپاره ول د اګست پر ۲۳مه د توېر سیمې په کوژېنکینو کې پرېوتې ده چې پکې سپاره ټول کسان مړه شوي دي.
د هوايي چلند ادارې په بیان کې ویلي ول چې د پرېګوژېن او د واګنر ملېشې د بل مهم قوماندان دېمېتري اوتکین نومونه د مساپرو په لېسټ کې شامل ول.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
پرېګوژېن د اواکراین په جګړه کې د رول لوبولو په سر یو مهم شخصیت شو، او د ولسمشر پوتین له نېږدې متحدانو یو بلل کېده، خو په جون کې یې د بغاوت هڅې په کولو کرېملېن لړزولی وو د ملېشې غړي یې د مسکو پر لوري خوځېدلي ول.
نوموړي هغه مهال د پوتین خلاف هېڅ نه ول ویلي خو د روسیې د دفاع وزیر او د پوځ مشر یې په نومونو یاد کړي ول او ویلي یې ول چې د ملېشې غړي یې د درغلۍ پرضد مسکو ته ځي.
د واګنر یوشمېر غړي د مسکو پر لوري روان ول او له پلازمېنې څخه ۲۰۰ کېلومیټره لیرې تم شول.
د هغه وسلوال پاڅون پر مهال د روسیې یوه پوځي الوتکه ویشتل شوې وه او په ټولیز ډول د روسیې د هوايي ځواک ۱۳ غړي ووژل شول.
دا د پوتین د دوو لسیزو واکمنۍ پر مهال د هغه پر وړاندې تر ټولو جدي ننګونه وه.
پرېګوژېن هغه مهال نه وو نیول شوی خو پوتین د هغه اقدام "له شا څخه د چړې ګوزار" منلی وو او ویلي یې ول چې "غداران به هرومرو" سزا ویني.