رېچرډ بېنېټ له افغان فعالانو سره د افغانستان پر وضعیت غږېدلی دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی رېچرډ بېنېټ ـ پخوانی انځور.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی رېچرډ بېنېټ وايي، په جرمني کې یې د افغانانو د مدني ټولنې له غړو سره د افغانستان پر وضعیت بحث کړی دی.

بېنېټ د اګست پر ۲۷مه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، لیکلي چې د بحث انتظام د بهرنیو وګړو د ادغام لپاره د اروپايي سازمان کړی وو چې پکې په جرمني کې د افغانانو پر وضعیت او د افغانستان په اړه پر نړیوالې تګلارې خبرې وشوې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي زیاته کړه چې د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د افغانستان وضعیت یو نړیوال مسوولیت دی.

دا غونډه پر داسې مهال شوې ده چې د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو دوه کاله پوره شول. هغوی د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې پر نجونو او ښځو یولړ محدودیتونه لګولي دي او دا خپله کورنۍ موضوع بولي.